Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا: افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري

اوچا: افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري

author avatar
11 Dec 2023 - 17:43
اوچا: افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري
author avatar
11 Dec 2023 - 17:43

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) دې ته په اشاره چې افغانستان یو له هغو ‎پنځو هېوادونو دی چې ‎ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په ‎دغه هېواد کې د بشري مرستو لپاره درې میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

دغه دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د افغانستان په ګډون په نړۍ کې بشري ناورین ته د رسېدو لپاره راتلونکی کال ۴۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

 اوچا ویلي چې ۲۰۲۴ کال کې د ۷۲ هېوادونو ۱۸۱ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د افغانستان د خلکو لپاره د مرستې رسولو په موخه درې میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

د یاد دفتر په خبره، وسله‌والې نښتې، د چاپېریال بېړنۍ وضعیت او کمزوری اقتصادي حالت په ټوله نړۍ کې زیانمنونکو ټولنو ته زیانونه اړوي چې د لوږې، بې‌ځایه کېدو او د ناروغیو خپرېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره څلور میلیارده او شپږ میلیونه ډالر غوښتي وو، خو دا غوښتل شوې پیسې تامین نه شوې او د دغه دفتر په خبره، د بودجې کمښت له امله افغانستان کې ۱۰ میلیونو کسانو ته له مۍ تر نومبر میاشتې پورې مرسته ونه شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.