ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د درمل جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

کابل کې د درمل جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

author avatar
13 Dec 2023 - 16:55
کابل کې د درمل جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه
author avatar
13 Dec 2023 - 16:55

کابل (پژواک، ۲۲ لېنډۍ ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو په کابل ښار کې د درمل جوړولو یوې فابریکې پرانیست‌غونډه کې له خلکو او ډاکترانو وغوښتل چې د کورني تولیداتو د ملاتړ په موخه په هېواد کې د تولید شوو درملو استفادې ته لومړیتوب ورکړي.

د «اسیا نور» په نوم د درمل جوړولو دغه فابریکه نن د ځینو حکومتي چارواکو په حضور کې د کابل شکردرې ولسوالۍ په کارېزمیر سیمه کې پرانیستل شوه.

د مسوولینو په خبره، د دې فابریکې پر لومړي فاز څلور میلیون امریکايي ډالر پانګونه شوې او د ۶۸ ډوله درملو د تولید وړتیا لري.

په دغو مراسمو کې د یادې فابریکې سرپرست ضیاءالدین مایار وردګ وویل چې په دې فابریکه کې ۳۶۰ کسان کار کوي او ډاډ یې ورکړ چې ټول معیارونه په کې په پام کې نیول شوي دي.

خو هغه هېواد ته د درملو واردات د کورني درملو د پلور پر وړاندې لویه ننګونه وبلله او له مسوولینو یې وغوښتل چې هېواد ته د درملو د غیرقانوني وارداتو مخه ونیسي.

په یادو مراسمو کې د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي څو سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه چې هېواد ته تر ډېره د بهرني درملو د قاچاق مخه نیول شوې او ډاډ یې ورکړ چې په بشپړ ډول به یې مخه ونیول شي.

نوموړي له خلکو او ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې د داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه په هېواد کې تولید شوو درملو ته لومړیتوب ورکړي.

د چارو ادارې عمومي رییس مولوي نورالحق انور وویل چې پخوا رقابت فاسد و خو اوس د پانګوالو ترمنځ سالم رقابت رامنځته شوی دی.

هغه وویل چې له فساد سره مبارزه د اسلامي امارت پالیسي ده او په دې برخه کې به تر هغه کار کوي څو فساد په بشپړ ډول محو شي.

Views: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.