کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشردوستانو مرستو همغږيکوونکې اداره (اوچا) د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د څه باندې ۹۸ زره یورو له مرستې خبر ورکړ.
اوچا نن (د لېندۍ ۲۲مه) پر خپله اېکسپاڼه له یادې مرستې خبر ورکړی او لیکلي یې دي: «قبرس د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۹۸ زره او ۴۶۸ یورو مرسته کړې ده.»
سرچینې لیکلي چې یاده مرسته د هغو کسانو لپاره ځانګړې شوې چې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د اوچا د معلوماتو له مخې، قبرس له ۲۰۲۱ کال راهيسې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره څه باندې ۱۷۷ زره یورو مرسته کړې ده.
یاده مرسته داسې مهال ترسره کېږي چې د اوچا د معلوماتو له مخې، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸،۸ میلیون ته لوړ شوی دی.
د ژمي په درشل کې بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړې، په تېرو ورځو کې جاپان له افغانستان سره د ۵۸،۴ میلیون ډالر او اروپایي ټولنې هم له افغانستان سره د ۲۵ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی وو.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن