Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلی

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې لېدنه کې د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو اغېزناکه پالنه اړینه وبلله.

سرچینه دغه راز کاږي، قمي ایران ته د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغان لوړپوړي پلاوي له ورتګ او د دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ یادونه وکړه، ویې ویل چې سېمه‌ییز اتصال او د اقتصادي همکارۍ وده به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او غښتلې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په ناسته کې د افغانستان او ایران د اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ برخه کې پر دوه اړخیز جدیت او د رغنده کړنو په ترسره کولو ټینګار وشو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.