ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري نساجي فابریکې یو شمېر ماشینونه د رختونو تولید ته چمتو شوي

د پلخمري نساجي فابریکې یو شمېر ماشینونه د رختونو تولید ته چمتو شوي

author avatar
13 Dec 2023 - 13:26
د پلخمري نساجي فابریکې یو شمېر ماشینونه د رختونو تولید ته چمتو شوي
author avatar
13 Dec 2023 - 13:26

پلخمري (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د بغلان د پلخمري نساجي فابریکې مسوولین وايي، د دې فابریکې یو شمېر ماشینونه تر بیارغولو وروسته د رختونو تولید ته چمتو شوي دي.

 د پلخمري نساجي فابریکه په ۱۳۲۱ لمریز کال کې جوړه شوې، په ۱۳۷۰ کال کې يې د کورنیو جګړو له امله فعالیت ټکنی شو، خو له ۱۳۸۵ کال وروسته يې فعالیت په ټپه ودرېده او دروازه یې وتړل شوه.

خو د دې فابریکې د مالي او اداري چارو مسوول ادم‌خان بلال پژواک ته وویل چې د دې فابریکې یو شمېر ماشینونه بیارغول شوي او د رختونو تولید ته چمتو دي.

هغه وویل، هڅې روانې دي چې د دې فابریکې پاتې ماشینونه هم جوړ شي او په فعالیت پيل وکړي.

هغه وايي: «د فابریکې بېرته فعالولو او ټوکر تولید لپاره مو پخواني تقاعد شوي کارکوونکي پر کار ګومارلي چې تازه ګومارل شوو کارکوونکو ته د ماشینونو د چلولو طریقه ور زده کړي څو بهرنیو فني کارکوونکو ته اړتیا پيدا نه شي.»

دغه راز د دې فابریکې یوه کارکوونکي عبدالوحید پژواک ته وویل چې ۴۰ کاله يې په دغه فابریکه کې کار کړی دی.

هغه زیاتوي: «په ۱۳۸۵ کال کې چې کله دغه فابریکه وتړل شوه، سخت ناهیلی شوم، باور مې نه کېده چې دغه فابریکه دې بیا فعاله شي، خو له څو میاشتو راهیسې یې د بیا فعالولو چارې چټکې روانې وې او اوس ډاډه یم چې له پخوا به هم په کیفیت تولید ولرو.»

نوموړي وویل چې دا مهال په دې فابریکه کې ۴۰۰ کسان کار کوي خو د ټولو ماشینونو په فعالېدو سره به يې د کار کوونکو شمېر د پخوا په شان زرګونو کسانو ته ورسیږي.

دغه راز، د دې فابریکې یوه تازه کارکوونکي حیات‌الله پژواک ته وویل چې له څلورو میاشتو راهیسې په دغه فابریکه کې د ورځې د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې کار کوي.

دی وايي، خوښ دی چې په خپل ښار کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادونې ده، د پلخمري نساجي فابریکې د بیارغولو کار د روان کال د وږي میاشتې په ۱۱مه نېټه پيل شوی و او دا مهال ځینې ماشینونه رغول شوي او د رختونو توليد ته چمتو دي.

Views: 3025

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.