کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲): د چارو اداره وایي، د ملي تدارکاتو ریاست برېښنایي سیسټم یې پرانېستی چې ورسره به د نورو اسانتیاوو سربېره د ملي تدارکاتو بهېر کې په بشپړه توګه رونټیا رامنځته شي.
د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د برېښايي تدارکاتو دا سيسټم چې د ملي تدارکاتو رياست په هڅو او د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست په همکارۍ جوړ شوی دی، داسې یو سيسټم دی چې د اسيا په کچه په کمو هېوادونو کې ګټه تر اخېستل کيږي او په دې سيسټم کې د تدارکاتي بهير ټولې برخې په پام کې نیول شوي دي چې له دې سره به له يوه لوري، تدارکاتي چارې اسانه او بل لور ته به په دې برخه کې روڼتيا رامنځته شي.
د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې په حکومتولۍ کې پرمختګونه د اسلامي امارت له لومړيتونو څخه دی او یاد سيستم پرمټ به په تدارکاتي بهير کې رونټیا، چټکتيا او اساني رامنځته شي.
د هغه په خبره چې د دې سيستم پرمټ به د چارو د اسانتيا ترڅنګ ولس ته معلومات ورکوی او همدا راز به خلک د ملي پروژو څخه ډاډ تر لاسه کوي چې دا کار د ولس د هيله مندۍ او د نظام او ولس ترمنځ د واټن کمېدلو لامل ګرځي.
د چارو ادارې رئيس مولوي نورالحق انور هم وویل، اسلام د ژوند د نورو برخو په څېر په اقتصادي برخو کې هم لازمې لارښوونې لري؛ چې اسلامي امارت د همدې شرعي لارښوونو پر بنسټ خپلې چارې پرمخ وړي.
هغه وویل: «تر دې وړاندې د معاملاتو په برخه کې په سمه توګه پاملرنه نه کېده، خو د ياد سيستم په اړه د شريعت له اصولو سره سم دقت شوی دی او د ملي تدارکاتو په برخه کې به د دې سيسټم په مرسته اساني رامنځته شي، ټولې تدارکاتي چارې به لا رڼې ترسره شي، د اسراف مخنيوی به وشي او د پروژو په اړه به له ولس څخه هېڅ پټ نه پاتې کیږي.»
د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف وویل په داسې حال کې چې د اسلامي امارت بوديجه له خپلو داخلي عايداتو څخه ده او هيڅ بهرنی ملاتړ نه لري؛ ګڼ شمېر لويې او وړې پروژې يې پيل کړي دي، چې په تېر کې يې مثال نه درلود.
په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال محمد يونس مومند وویل چې د امارت تدارکاتي پروسې بشپړ شفافيت ته نږدې شوي دي او زياته يې کړه چې د ياد سيسټم په فعالولو سره به د امارت په ټولو تدارکاتي پروسو کې شفافيت رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP