Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان الیشنګ ولسوالۍ په یوه ځنګله کې لګېدلی اور مهار شو

مهترلام (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د میل دره رنجون غره په څنګله کې لګېدلی اور مهار شوی دی.

د لغمان طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي د لېندۍ په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د الیشنګ ولسوالۍ د میل درې اړوند په رنجون غره کې لګېدلی اور یې د خلکو په همکارۍ مړ کړی دی.

هغه زیاته کړه: «د ولایتي ادارې په لارښوونه یادې سیمې ته موږ د کرنې، حوادثو او سیندیزې حوزې استازي ورغلي وو چې د مسلکي کارمندانو او د کلیوالو په مرسته مو لګېدلی اور په بشپړ ډول مهار کړ.»

نوموړي وویل چې په دې اورلګېدنه کې د رنجون غره شاوخوا ۱۲۰ جریبه ځنګل له منځه تللی دی.

د یادونې ده، دغه اور پرون لګېدلی و او نن شاوخوا مازیګر مهال په بشپړ ډول مهار شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.