لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې سلګونه کیلوګرام نشهیي توکي نیولي او سوځولي دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني د لېندۍ به ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د باغران ولسوالۍ په پایسنګ سیمه کې د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ د نشهيي توکو د تولید او پروسس له وسایل بار یو مازدا موټر یې نیولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په یاد موټر کې ۷۵۰ کيلوګرامه سود، ۶۰۰ کيلوګرامه چینه او نور بېلابېل وسایل بار وو چې له نیول کېدو وروسته وسوځول شول.
د حقاني د معلوماتو له مخې، د یادو توکو په تور یو کس نیول شوی او د باغران ولسوالۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مسوولینو ته سپارل شوی دی.
Views: 25
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP