اټلانټا (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د سعودي بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه لنډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ځانګړي استازي د دغه وزارت له مرستیال ولید الخریجي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او په دې برخه کې پر ګډو همکاریو او له افغانانو سره پر مرستو خبرې وکړې.
بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی ټام وېسټ پر اېکس شبکې لیکلي، سیمې ته د خپلو سفرونو په لړ کې یې د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، په ریاض کې یې د سعودي بهرنیو چارو مرستیال وزیر په ګډون له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره په افغانستان کې د امنیت، بشري حقونو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
له دې مخکې د امریکا ځانګړي استازي د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي همکاریو سازمان له مشرانو سره هم کتلي او د افغانستان پر بشري او ا قتصادي وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.
وېسټ دغه راز لیکلي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو او افغان نجونو او ښځو د حقونو په تړاو هم خبرې وشوې.
وېسټ د روان زېږدیز کال د ډسمبر په پنځمه د سیمې هېوادونو ته په لس ورځني سفر وتلی دی.
هغه د خپل سفر پیل له پاکستانه وکړ او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر او نورو چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړې.
دغه راز هغه په قطر کې د اسلامي امارت د استازي ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP