ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او بادغیس کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې پروژې پیل او بشپړې شوې

هلمند او بادغیس کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې پروژې پیل او بشپړې شوې

author avatar
14 Dec 2023 - 00:23
هلمند او بادغیس کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې پروژې پیل او بشپړې شوې
author avatar
14 Dec 2023 - 00:23

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د کلیو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیمونه جوړولو چارې پیل شوې.

دغه وزارت د لېندۍ  په ۲۲مه، په یوه خبرباڼه کې ویلي، چې ددې پروژې د پرانېستلو په موخه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندازاده بادغیس ولایت ته سفر کړی.

سرچینې زیاته کړې، یاد چکډیمونه د دغه ولایت په ۹ ولسواليو کې جوړېږي چې له ډلې یې د څلورو چکډیمونو د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

یاد وزارت همدارنګه ویلي چې د دغو چکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په جوړېدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو باراني اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

د یو بل خبر له مخې، ځایي مسوولین وایيي، چې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار مرکزي دارالحفاظ کې د عدالت غوښتنې موسسې له لوري د اودس ځایونه، تشنابونه او د لاس منځلو لپاره معیاري ځایونه جوړ شول.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل ؛ یاده پروژه د یونېسف نړسوال سازمان په مالي ملاتړ پیل شوې وه، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړه چې پر دې پروژې ۱۳ میلوینه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ریاض همداراز وویل ؛ چې په دې سره به یاد دارالحفاظ کې  د زده کوونکو ستونزې هوارې شي.

[/restrict]

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.