کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په بامیان کې یې سلو هغو کورنیو ته سونتوکي او د لمریزې برېښنا وسایل وېشلي چې له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یواېناېچسيار) نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، سل کورنۍ چې په دغه ساړه موسم کې پرته له هر ډول امکاناتو له پاکستانه راستنې شوې دي، بامیان کې خپلو اصلي سیمو ته ستنې شوې دي.
سرچینې څرګنده کړې چې یواېناېچسيار یادو کورنیو ته بخارۍ، سونتوکي او د لمریزې برېښنا د تولید وسایل وېشلي دي.
یواېناېچسيار پر خپله پاڼه په جبري توګه د یوې راستنې شوې کورنۍ ويډیو خپره کړې ده.
په دې وېډیو کې د بختاور په نوم ښځه چې له خپلو ماشومانو سره ښکاري، د مرستې له امله له یادې موسسې مننه کوي او وايي چې اوس به له خپلو ماشومانو سره شپې ورځې په ګرمه خونه کې تېرې کړي.
عبدالله عزیزي
ایډېټ: زرغونه صالحي
احمدزۍ
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن