Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پاکستانه ۳۴۵ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۴۵ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.

یادې ادارې د پنجشنبې ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال په یوه چارټر الوتنه کې ټورنټو ته ولېږدول شول.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې معلوماتو له مخې، یوه اونۍ مخکې هم ۳۳۳ افغان کډوال له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي وو.

د ویلو ده، کاناډا په تېرو دوو کلونو کې افغان کډوال له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي امارتو په چارټر الوتنو کې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې ۴۳ زره او ۸۳۵ افغان کډوال یاد هېواد ته لېږدول شوي او ځای پر ځای شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.