کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په جوزجان کې ۲۳ هغو کورنیو ته چې په خېمو کې اوسېدل، د کورونو له جوړېدو او راستانه شوو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو له وېشلو خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (د لېندۍ ۲۴مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په جوزجان ولایت کې بېوزلو ته جوړ شوي ۲۳ کورونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.»
سرچینه زیاتوي، یاد کورونه هغو کورنیو ته ووېشل شول چې په خېمو کې یې ژوند کاوه.
د سرچیني معلوماتو له مخې، یاد کورونه چې هر یو د ۸۰ زره افغانیو په لګښت د ترکیې هېواد د یوه سوداګر په مالي ملاتړ جوړ شوي، دوه خونې او یو دلېز لري.
سرچینې د جوزجان مرستیال والي ګلمحمد سلیم له قوله لیکلي چې د یادو کورنیو د هوساینې په موخه د دغو کورونو جوړول د ستایلو وړ دي.
دغه راز د کډوالو چارو وزارت ویلي چې په یاد ولایت کې له پاکستانه په زور راستنې شوې ۱۵ کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن