ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرې اونۍ په نسبت کابل ښار کې د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې ده

نن د تېرې اونۍ په نسبت کابل ښار کې د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې ده

author avatar
16 Dec 2023 - 15:13
نن د تېرې اونۍ په نسبت کابل ښار کې د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې ده
author avatar
16 Dec 2023 - 15:13

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې، خو د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د لېندۍ په ۱۸مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰۰ افغانۍ تبادله کېدې.

د هغه په وینا، د امریکايي ډالرو د ډېر پېر او پلور له امله یې د افغانیو پر وړاندې ارزښت لوړ شوی دی.

د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن لکه تېرې اووه ورځې د یو لېتر پټرولو بیه ۷۶ افغانۍ او د یو لېتر ډیزل بیه ۶۳ افغانۍ ده.

دغه راز، د کابل ښار کلوله‌پشتې سیمې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي چې نن لکه تېره شنبه یو کیلو ګاز په ۵۴ افغانۍ دي.

د هندي بورې بیه لوړه شوې ده

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن ‎په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۲۰۰ څخه ۳۲۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د افغانیو پر وړاندې د ډالر لوړېدو له امله د کابل بازارونو کې د بورې بیه هم لږ لوړه شوې ده.

خو نوموړی وايي چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن ‎په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه له ۱۷۰۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو ته ټيټ شوي دي.

د هغه په وینا، د قزاقي اوړو د وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې بیه ټیټه شوې ده.

سرچینه وايي چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې ‎په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰ افغاني، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر پرچون توکو بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغاني، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیو لوړېدل

د کابل په تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زرو بیه له ۳۷۵۰ څخه ۳۸۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیارو روسي سرو زرو بیه له ۲۹۰۰ څخه ۲۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.‎

د سرو زرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.