هرات (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): هرات کې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز او ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د هرات امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، تېره شپه یو فیلډر موټر له هرات ښاره ادرسکن ولسوالۍ ته روان و چې د شاهبېد په نوم سیمه کې یې له سویفټ موتر سره چې له ادرسکن ولسوالۍ هرات ښار ته روان و، ټکر کړی چې په پایله کې یې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې ټپیان د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.
بلخوا، هرات کې ځايي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د دغه ولایت د مرکز په کمرکلاغ سیمه کې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن