کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوشتيپې کانال له شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه پر یوې طرحې کار روان دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قوشتېپې کانال له شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه د مالیې، اوبو او برېښنا، ښار او کور جوړونې وزارتونو، د چارو ادارې او د ملي پراختیا شرکت د چارواکو په شتون کې په دغه وزارت کې غونډه جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې، د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د دې غونډې موخه د هېوادوالو د منفعت په موخه له قوشتېپې کاناله د غوره ګټې اخیستنې په موخه د طرحې جوړول وبلل او زیاته یې کړه چې له مخې به یې د کرنیزو، سوداګریزو، صنعتي، مالدارۍ، بڼوالۍ، کارخونو او استوګنیزو سیمو د جلا کېدو نقشه شامله شي، څو د کانال د کار له بشپړېدو وروسته په اغیزمنه توګه وکارول شي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د قوشتېپې کانال پروژه یوه لویه ملي پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې که د دې پروژې چارې د پلان پر اساس پرمخ ولاړې شي اغېزمنتیا به یې لا ډېره وي.
د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او له ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د پروژې د چارو پرمختګ، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې، پر خاورې او اقلیم د څېړنې او د اداراتو پر مسوولیتونو خبرې اترې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.
د غونډې په پای کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې پر دې موضوع کار وکړي او د اړتیا په صورت کې دې سیمې ته انجنیران واستوي څو په ګډه پرې کار وشي.
Views: 277
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن