ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احصايي اداره: تېره میاشت د څه باندې ۲۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي

د احصايي اداره: تېره میاشت د څه باندې ۲۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي

author avatar
17 Dec 2023 - 15:49
د احصايي اداره: تېره میاشت د څه باندې ۲۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي
ارشیف
author avatar
17 Dec 2023 - 15:49

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په لړم میاشت کې د ۲۲۷ اعشاریه یو میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶۸۱ اعشاریه ۵ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.

دې ادارې نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، دوی د هېواد په کچه د روان کال د لړم میاشتې د صادراتو او وارداتو کچه معلومه او تحلیل کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۷ اعشاریه یو میلیون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۶۸۱ اعشاریه ۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

یادې ادارې زیاته کړې، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په لړم میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۰۱ اعشاریه  یو میلیون ډالر و.

د شمېرو دغه تحلیل ښیي چې د هېواد په صادراتو کې د تېر کال د همدې میاشتې په نسبت ۲۶ میلیون ډالر زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز سرچینې لیکلي، د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د هېواد د ټولو وارداتو ارزښت ۱۱۳۸ اعشاریه یو میلیون ډالر و چې د روان کال په لړم میاشت کې ۴۵۶ اعشاریه ۶ میلیون ډالر کموالی ښیي.

دغه تحلیل څرګندوي چې د روان کال په لړم مياشت کې تر ټولو ډېر توکي پاکستان، هند او چین هېوادونو صادر شوي او تېر کال په همدې میاشت کې هم پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته تر ټولو ډېر صادرات ترسره شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو شوي او همدارنګه د روان کال په همدې میاشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او متحده عربي اماراتو ترسره شوي دي.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.