ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت سلګونه کیلومټره سړکونه او کرنیز کانالونه ورغول شول

بامیان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت سلګونه کیلومټره سړکونه او کرنیز کانالونه ورغول شول

author avatar
17 Dec 2023 - 14:33
بامیان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت سلګونه کیلومټره سړکونه او کرنیز کانالونه ورغول شول
author avatar
17 Dec 2023 - 14:33

بامیان (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): بامیان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت سلګونه کیلومتر سړکونه او د اوبو کرنیز کانالونه ورغول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بامیان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا ضیاالله خادم پژواک خبري اژانس ته وویل چې بامیان کې د ۳۲ میلیون او ۶۷۰ زره افغانیو په لګښت د کلیو پراختیا لسګونه پروژې پلې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په وینا، یادو پروژو کې د درېیمې درجې ۳۰۵ کیلومټر سړکونو او د کرنیزو اوبو پنځه کیلومتر کانالونو بیارغول شامل دي چې د بامیان مرکز په ګډون په ورس، پنجاب، سیغان، کهمرد، شیبر او د یکه ولنګ دواړه ولسوالیو کې پلې شوې دي.

هغه څرګنده کړه چې پراختیايي پروژې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پلې شوې څو د کلیو د پراختیا او په لرو پرتو سیمو کې د ډېرو اسانتیاوو زمینه برابره شي.

خادم دغه راز زیاته کړه چې له یادو پروژو په مستقیم ډول ۲۴ زره او ۵۰۰ کورنۍ برخمنې شوې او درې زره او ۳۰۰ نورو کلیوالو ته هم په کې د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې وه.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.