کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو له امله د مړینې کچې ټیټولو او د دې ناروغیو درملنې لپاره د ظرفیت لوړولو برخو کې شپږ میلیونه او ۹۹۷ زره امریکایي ډالر مرسته وکړه.
د دې مرستې هوکړهلیک نن (یکشنبه) د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر او په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د رییس ترمنځ لاسلیک شو.
ټاکل شوې چې دغه مرسته د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) له لارې کابل ښار کې د انتاني او افغان – جاپان روغتونونو د ملاتړ په موخه په یوه کال کې ترسره شي.
د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا وویل چې دا مرسته د ساري ناروغیو له امله د مړینې کمولو او پر دې ناروغيو د اخته کسانو د درملنې لپاره، د دغو دوو روغتونونو د وړتیا لوړونې په موخه ترسره کېږي.
د هغه په خبره، راتلونکي کال کې به دغو یادو روغتونونو کې د هغو کسانو درملنه وشي چې پر ساري ناروغیو لکه شری، کرونا، کانګو او تنفسي ساري ناروغیو اخته وي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس ډاکټر لودوپینګ وویل چې په دې مرستو به پر ساري ناروغیو د اخته ۷۶ زره کسانو درملنه وشي.
هغه د یادې مرستې له امله له چاپان څخه مننه وکړه، زیاته یې کړه چې دغه هېواد هر ځل په بحراني شرایطو کې د افغانستان د روغتیا له سکټور سره مرسته کړې ده.
دا مرسته په داسې حال کې شوې چې جاپان په روان کال کې نږدې ۵۸ میلیونه ډالر د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن