کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د ازادو مبارزاتو د سیالیو اتل عظیم مخلص د هند د ازادو سیالیو مشهور ستوری «پوان ګوپتا» په لومړي راونډ کې ناک اوټ کړ.
د هند په ممبیي ښار کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې دغه سيالۍ پرون د هند اسام ایالت کې ترسره شوې.
هغې زياته کړې، د افغانستان د ازادو مبارزاتو سیالیو اتل عظیم مخلص یو ځل بیا وکولای شو چې د هند د ازادو سیالیو مشهور ستوری «پوان ګوپتا» په لومړي راونډ کې ناکاوټ کړي او بریا د افغانستان په نوم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي سهیل حسنزاده د امريکا په کالیفرنیا ښار کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP