ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د څه باندې ۳۱۶ زره ډالرو په لګښت د بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

فراه کې د څه باندې ۳۱۶ زره ډالرو په لګښت د بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
19 Dec 2023 - 15:02
فراه کې د څه باندې ۳۱۶ زره ډالرو په لګښت د بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
19 Dec 2023 - 15:02

فراه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۱۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمدنسیم سرهنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د ۱۶ څاه‌ګانو بیارغول، د اوبو د دوو شبکو جوړول، د درېیو کاریزونو کیندل، د څلورو لویو حوضونو او د پنځو چکډمونو جوړول شامل دي.

د هغه په خبره چې د یادو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه دغه راز وویل چې د یادو پروژو مالي لګښت د «اس‌ای نړۍوال پیوستون» موسسې له لوري ورکول کېږي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.