کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر وایي چې اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت له شارژدافېر رابرت ډکسن سره کتلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې ډکسن اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل، دوی د سولهییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي.
ډکسن ویلي، د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي او دا دریځ یې رسماً اعلان کړی هم دی.
سرچینې زیاته کړې، ډکسن د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستی راپور د دوی په اند متوازن وباله.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ کچې پر لوړولو ټینګار وکړ او ترڅنګ یې په یاد هېواد کې د قونسلي خدماتو په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د موقف یادونه وکړه.
متقي همداراز د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور ډېری موارد مثبت وبلل، خو د وړاندیز هغه برخه یې له اوسنیو شرایطو سره سم او مناسبه ونه ګڼله چې د افغانستان لپاره دې کوم نوی خاص استازی وټاکل شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي، اوس افغانستان په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي، له ګاونډیو، سیمې او نړۍوالو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او هم یې هر چاته د تعامل دروازې پرانیستې دي، نو همدا حالت باید تقویه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP