هرات (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): په هرات ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون د ښځو محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه «د افغانستان د پراختیا لپاره رفاه موسسې» په ملاتړ پرانیستل شو.
ګډونوالو په دغه ولایت کې د ښځو د ملاتړ په موخه د دغه ډول نندارتونونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، نندارتونونه کولای شي چې د دوی د محصولاتو د پلور او معرفي کولو زمینه برابره کړي.
د دغه نندارتون يوې ګډونوالې رحيمې حقشناس پژواک ته وويل چې «د افغانستان د پراختیا لپاره د رفاه موسسه» له څو کلونو راهيسې د ښځو د ملاتړ او په دغه ولايت کې د ښځو د لاسي صنايعو د ودې لپاره هڅه کوي.
هغې وویل، د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري او د بیکونو او شالونو جوړولو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوي.
هغه له دې امله چې دغه موسسه او حکومت د ښځو د ملاتړ لپاره د دوی محصولاتو ته د بازار موندنې زمینه برابروي، خوښي څرګندوي.
ورته مهال د هېواد په لوېديځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشره بهناز سلجوقي وايي چې د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل په یاد ولايت کې د سوداګرو ښځو له پياوړتيا سره مرسته کوي.
نوموړې زياته کړه چې په هرات کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ زمينه برابره شوې او اوس په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ښځې په بېلابېلو برخو کې پر سوداګرۍ بوختې دي.
بلخوا د افغانستان د پراختیا لپاره د رفاه موسسې کارکوونکې او د دغه نندارتون یوه کوربه نسیمه هاشمي وايي، په دغه څلور ورځني نندارتون کې ۱۲۰ ښځو خپل لاسي صنایع د بازار موندنې په موخه نندارې ته ایښي دي او د یاد پروګرام اصلي موخه د بېځایه شوو ښځو لپاره د کاري زمینې برابرول دي.
د يادونې ده، په یاد نندارتون کې د ښځو لاسي صنايع لکه غالۍ، خوراکي توکي، سفالي لوښي، نقاشي، میناتورۍ، دستکول، خولۍ، د ښځو جامې او داسې نور نندارې ته وړاندې شوي دي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن