چاریکار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): پروان کې د طلوعنیوز یو خبریال روحالله سنګر – چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو یې د نیول کېدو خبر ورکړی و – خوشی شو.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې (نی) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي وو چې د طلوعنیوز خبریال روحالله سنګر د لېندۍ په ۲۶مه پروان کې د راپور چمتو کولو پر مهال نیول شوی و.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې هم د اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې روحالله سنګر پروان کې نیول شوی، خو زیاته کړې یې وه چې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو ویلي، د روحالله د خوشي کولو هڅې روانې دي.
دې ټولنې د سنګر د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه او لیکلي یې وو چې مسوولین باید رسنیزې ټولنې او د افغانستان خبریالانو ته ډاډ ورکړي چې اسلامي امارت له خبریالانو او د افغانستان له رسنیو ملاتړ کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د روحالله سنګر نیول کېدو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته د هغه د ازادېدو غوښتنه کړې وه.
یادو بنسټونو د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون له لارې د خبریالانو قضیو ته د رسېدنې غوښتنه کړې وه.
بلاخره د طلوعنیور خبریال روحالله سنګر له بنده خوشی شو.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنک رییس مولوي شمسالحق د روحالله سنګر د نیول کېدو په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې سنګر خوشي شوی دی.
د افغانستان د ژونالېستانو ملي اتحادیې ویاند مسرور لطفي هم د سنګر ازادېدل تایید کړي دي.