Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ د حرفوي زده‌کړو زمینې برابرېدو غوښتنه کوي

اسعداباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): له پاکستانه کونړ ته راستنې شوې یو شمېر افغان مېرمنې وایي، حکومت دې ورته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي څو له دې لارې وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د الکوزي کلي اوسېدونکې شازیه چې تازه له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راغلې، وایي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ژوند ‎له ستونزو سره مخ دی.

هغه وایي، حکومت دې ورته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو دوی په بېلابېلو برخو کې زده‌کړې وکړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

له پاکستانه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ته بله راکډه شوې مېرمن شکیله وایي: «زما خاوند سپین‌ږیری شوی، ناروغ هم دی له ګټې وټې وتی دی، څلور لورګانو مې زده‌کړې کړي، خو په کور ناستې دي، که هغوی کوم کسب زده وای اوس به مو د کور ستونزې تر ډېره د هغوی په پیسو حل کولای.»

هغه هم له حکومته غواړي چې نویو راکډه شوو مېرمنو ته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي چې د دوی په څېر ګڼې افغانې کورنۍ چې له پاکستانه وطن ته راستنې شوې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس ذبیح‌الله محسود وایي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ځينو غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ د کوچني کاروبار او حرفوي زده‌کړو پروژې پیل شوي چې له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال هم په کې شامل دي.

 د کونړ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې تراوسه نږدې پنځه زره کورنۍ کونړ ته راستنې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.