Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کي د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

میمنه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړېدو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حفیظ‌الله معتصم‌باالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو کار د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۰مه د ناروي شاهي هېواد په مرسته د «دارت» موسسې له لوري د دغه ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالۍ په اق‌چشمه کلي کې پیل شو چې د یو کال موده کې یې چارې بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه چې د دغه ښوونځي په جوړېدو ١٦،٦ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

د هغه په وینا، د دغه ښوونځي ودانۍ په درې زره متر مربع ځمکه کې جوړه شوې چې د شپږ درسي، یوې اداري او یوه د ساتونکي خونې ترڅنګ احاطوي دېوال، د برېښنا سولري سیسټم، د څښاک پاکې اوبه، د لوبو میدان، ۱۰۸ میزونه او چوکۍ او اداري فرنیچر هم لري.

د نوموړي په خبره، د اق‌چشمې کلي د ښوونځي ودانۍ په جوړېدو سره د څه باندې ۴۰۰ زده‌کوونکو د درس ویلو د مناسب ځای نشتوالي ستونزه هواره شوه.

د سیمې اوسېدونکي رووف بای یاد ښوونځي ته د ودانۍ له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه ښوونځي مخکې وداني نه درلوده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.