کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ندا پرواني او ژولیا پارسی د خوشي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی باید زنداني شوې نه وای.
د امنیتي ځواکونو د راپورونو له مخې، ندا پرواني د روان کال د وږي په ۲۸مه او ژولیا پارسي د تلې په پنځمه نېټه کابل کې نیول شوې وې.
ځینو رسنیو پرون راپور ورکړی چې ژولیا پارسي له زندانه خوشي شوې او داسې راپورونه شته چې ندا پرواني څو ورځې مخکې له خپل خاوند سره خوشي شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زه د ندا پرواني، ژولیا پارسي او د هغوی د کورنیو غړو د خوشي کېدو هرکلی کوم، هغوی باید هیڅ زنداني شوې نه وای.»
نوموړي «د غیر دولتي موسسو کارکوونکو، خبریالانو» او ټولو هغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه چې د هغه په وینا، له بشري حقونو څخه د دفاع له امله نیول شوي دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن