اټلانټا (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د یوناما مشره په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د نشهیي توکو مخنیوی ستايي او له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کوي خو زیاتوي چې دغه تعامل د دغه حکومت د مشروعیت په معنا نه دی.
[restrict paid="true"]
په کابل کې د یوناما له دفتره د لېندۍ په ۲۹مه د شپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن اوتونبایوا دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته کړې چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه.
هغې د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د یوناما مشرې زیاته کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو نړۍوال کنوانسیون مهم عناصر تر پښو لاندې کېږي.
اوتونبایوا په افغانستان کې «د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفینو ځپل او د بیان ازادي، د اقلیتونو د بامفهمه استازیتوب نه شتون، له قضا بهر وژنې، نیول او جبري توقیف، شکنجه او ناوړه چلند» له بشري حقونو د سرغړونو په توګه یاد کړل.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په افغانستان کې د اهل تشیع پر ټولنو او مذهبي ځایونو وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل چې د افغانستان شیعه مذهبي لږکي له جدي ګواښ سره مخ دي.
د یوناما مشرې دغه راز وویل، ذ ژمي په درشل کې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري او له پاکستانه د افغانانو جبري شړل دغه ستونزه نوره هم زياته کړې ده.
اوتونبایوا دغه راز په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د سرپرست حکومت بندیز د افغانستان د نړۍوالو مکلفیتونو خلاف وباله؛ خو د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانستان داخلي مسئله بللې ده.
خو هممهاله د یوناما مشرې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې دغه تعامل د هغوی د مشروعیت په معنا نه دی، بلکې کېدای شي له هغه څخه د "مخالفت څرګندولو او بدلون هڅولو" لپاره کار واخیستل شي.
خو اوتونبایوا په افغانستان کې د امنیت تامین او د نشهیي توکو د کښت او تولید کمېدل د سرپرست حکومت د مثبتو کړنو په توګه یاد کړل.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم بیا وویل چې سرپرست حکومت باید د ښځو پر حقونو بندیزونه لغوه کړي او د افغان ښځو او نجونو د تعلیم پر حق پر محدودیتونو له سره غور وکړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP