[restrict paid="true"]
کندوز ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د کندوز په حوزوي روغتون کې د شمالختیځ زون په کچه د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت مجهز لابراتوار جوړېږي.
د دغه ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمدالله په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې د دغه لابراتوار فعالولو چارې نن په حوزوي روغتون کې پیل شوې چې د شمالختیځ زون په کچه به د خلکو ستونزې له دې برخې هوارې شي.
هغه زیاته کړه، دغه لابراتوار د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې (یواېنډيپي) په ۱،۳ میلیون ډالرو مالي لګښت جوړیږي او په درېیو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عامې روغتيا رییس دغه لابراتوار د کندوز حوزوي روغتون لپاره ډېر اړین یاد کړ او له اړوند موسسو یې غوښتنه وکړه چې د روغتیا برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.
ورته مهال د ولايت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزوی د یاد دفتر له دغه اقدامه د مننې ترڅنګ له نورو روغتیايي همکارو موسسو غوښتنه وکړه چې اوسمهال په هېواد کې تر بل هر وخت د خدمت لپاره ښه زمینه برابره شوې، نو اړتیا ده چې په دغه ولايت کې لازم خدمتونه ترسره شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP