کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وایي چې سبا د پلخمري له الوان دښتې د کابل تر ارغندې پورې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزو د لېږد پروژه پرانیستل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې تر ډېره د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور نن په یوه ویډيويي کلېپ کې ویلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به له ترکمستانه افغانستان ته زر میګاواټه برېښنا وارده شي.
د هغه په خبره، د دې برېښنا په واردېدو سره به تر ډېرهد برېښنا د کمښت ستونزې هوارې شي او په اقتصادي برخه کې به هم پرمختګونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې هم کابل کې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټه انتقالي برېښنا د لېږد پروژې بشپړلو او د الوان دښتې د سبسټېشن پراختیا په موخه د پانګونې یو هوکړهلیک لاسلیک شوی و.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن