ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار له بیارغونې وروسته پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار له بیارغونې وروسته پرانیستل شوه

author avatar
20 Dec 2023 - 11:52
د سالنګ لویه لار له بیارغونې وروسته پرانیستل شوه
author avatar
20 Dec 2023 - 11:52

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا اقتصادي ‌مرستیال د سالنګ لویې لارې د بیارغونې وروسته د دې لارې د پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د سالنګ د دویم تونل جوړولو چارې هم پیل کړي.

یاده لویه لار – چې د هېواد سوېل له شمال سره نښلوي – د روان کال د وږي میاشتې په ۱۸مه د سالنګ تونل بیارغونې چارو د پیل له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د سالنګ لارې پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د لویو لارو او سړکونو رغونې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې له بهرنیو مرستو پرته کوټلي ګامونه اخیستي دي.

هغه وویل چې اسلامي امارت د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او د سوېلي اسیا ترانزیټي لارې د سالنګ لارې اهمیت نور هم زیات کړی دی.

ده د سالنګ تونل بیارغونې او د دې لارې د پرانیستو په اړه وویل: «د تجارانو او پانګوالو وروڼو لپاره دا غټه لاسته‌‌راوړنه ده؛ د ګاونډیو هېوادونو د توکو په لېږد رالېږد کې به ډېرې اسانتیاوې هم رامنځته شي او له دې لارې به د سوداګرۍ حجم هم زیات شي. اسلامي امارت په پام کې لري چې د امکاناتو په برابرېدو سره د سالنګ دویم تونل هم وباسي، ان‌شاءالله پر دې باندې هم خبرې روانې دي، په نږدې وخت کې ان‌شاءالله خپل ملت ته دا زېری هم ورکوو چې دویم تونل به هم په ټېکه باندې ورکړو.»

برادر وایي، یو ملت هغه وخت پر پښو درېدلای شي چې اقتصادي زېربناوې ولري او د افغانستان اسلامي امارت د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره د اقتصادي زېربناوو پر پیاوړتیا تمرکز کړی دی.

هغه وویل: «اسلامي امارت چې څه وایي، هغه په عمل کې هم ثابتوي؛ ولس ته په کار ده چې په کلکه د امارت تر شا ودرېږي.»

د هغه په خبره، د سالنګ تونل جوړولو کې له افغان حکومت سره هیچا هیڅ ډول مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانانو په زیار او همت جوړ شوی دی.

د ټولګټو وزارت وياند اشرف حق‌شناس پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاد وزارت په روان کال کې د سالنګ لويې لارې د اساسي بيارغونې چارې په درېيو برخو کې پيل کړې وې چې له نېکه‌مرغه د تونل دننه او د شپاړسمۍ ګالرۍ کار بشپړ او نن په رسمي ډول پرانیستل شول.»

هغه زياته کړه چې نن به پر یاده لار د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ پيل شو او ډېر ژر به لويو بار وړنکو موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د صنایعو او کانونو خونې ريیس شېرباز کمین‌زاده هم په دغه غونډه کې وویل: «خودکفايي دا ده چې اول اعتماد پر خپلو داخلي ظرفيتونو وشي، د افغانستان اسلامي امارت په راس کې يې اميرالمومنين صیب حفظ الله نه او له ملابرادر اخند نه د زړه له کومې نه کوم چې د افغانستان د سکټوری خصوصي سخت ملاتړ کړی دی.»

هغه زياته کړه چې خصوصي سکټور هم اسلامي امارت ته لاس ورکړی او افغان ولس پر خپلو ظرفیتونو ویاړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمدیونس مومند په نننۍ غونډه کې وویل: «د دې پروژو پلي کول د افغانستان په تجارت او د سيمې په اقتصاد کې مهم رول لري.»

هغه وویل، دا چې افغانستان له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره صادرات او واردات لري، د دې لارې په پر مټ به د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی او د وارداتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

Views: 693

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.