پاراخ (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې جرګې پر مهال د دغه ولایت والي حافظ محمداغا حکیم د دغه کورنیو له مشرانو مننه وکړه چې د سولې لار يې غوره کړه او له دښمنۍ يې لاس واخیست.
هغه ویلي، د اسلامي امارت موخه دا ده چې د خپلو خلکو ترمنځ د ورورۍ او اخوت فضا رامنځته کړي څو ولسونه په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د یادو کورنیو یوه مشر حاجي کمالالدین په وینا دغه دښمني لس کاله روانه وه چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ولایتي ادارې په واسطه د علماو شورا له لوري وروستیو هڅو نتیجه ورکړه او د دوی لس کلنه دښمني ورسره پای ته ورسېده.
د پنجشېر ولایت مقام لیکلي چې د یادې جرګې غړي له دوو میاشتو هڅو وروسته وتوانېدل چې دواړې کورنۍ سولې ته راوبلي او ترمنځ یې له شریعت سره سم پرېکړه وکړي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP