کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې د یوناما له مرستیال سره یې د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یوناما له مرستیال او بشري مرستو همغږي کوونکي اېنډریکا راټوېټ سره یې لیدلي او د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې یې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
توماس وېسټ زیاته کړې چې هېواد یې له یوناما سره د دغو ستونزو په هواري کې همکارۍ ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ په لومړۍ نېټه هم توماس وېسټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو، متحده ایالتونه له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې او په سیمهییزه توګه د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ملاتړ ته دوام ورکوي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن