ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي

نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي

author avatar
20 Dec 2023 - 11:37
نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي
author avatar
20 Dec 2023 - 11:37

زرنج (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز د ترافیکي مدیریت د پېښو امر سردارمحمد رحیمي پژوک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه نږدې ۱۱ بجې د دلارام – زرنج پر لاره په منار سیمه کې پنځو موټرونو چې ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر، ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر، فیلډر موټر او د منځنۍ اسیا موسسې دوه موټرونه په کې شامل وو، هم‌مهاله سره ټکر وکړ.»

سرچینه وايي، د یادې پېښې له امله درې کسان مړه او ۴۳ ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي: «ترڅو چې د دلارام ولسوالۍ ترافیک خبرېدل، د پېښې ټپیان د خلکو له لورې بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شول خو د روغتیا وضعیت په اړه یې دقیق معلومات نه لرو.»

د هغه په خبره، د پېښې له امله مالي زیانونه هم اوښتي؛ ځکه کومو موټرونو چې سره ټکر کړی په بشپړ یا قسمي توګه ‎تخریب شوي دي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.