Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا ترمنځ د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا ترمنځ د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ ترسره کېږي

author avatar
21 Dec 2023 - 15:14
د افغانستان، هند او سوېلي افریقا ترمنځ د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ ترسره کېږي
author avatar
21 Dec 2023 - 15:14

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان، سوېلي افریقا او هند له ۱۹ کلنو د کم‌عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.

کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د یادو درې واړه هېوادونو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه‌توب د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه پیلېږي او د را روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۰مې به دوام ولري.

دې ادارې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ له یادو هېوادونو سره په همغږۍ دغه سیالۍ چې د ځوانانو یو ورځنۍ لوبې دي، ترتیب کړې څو د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالیو ته پوره چمتووالی ونیسي.

افغانستان به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د ډسمبر په ۲۹مه له هند او دویمه به د ډسمبر په ۳۱مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.

دغه راز افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په څلورمه له هند او دغه راز وروستۍ او څلورمه سیالۍ به د همدې میاشتې په ۸مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي او له هغه وروسته به د دوو غوره لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ۱۰مه پایلوبه ترسره شي.

د یادونې ده، له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو کم‌عمره د کرکټ نړۍوال جام کې ګډون وکړي چې د جنورۍ په ۱۹مه په سوېلي افریقا کې پیلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.