ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څه باندې ۱،۲ میلیارده زړې افغانۍ وسوځول شوې

څه باندې ۱،۲ میلیارده زړې افغانۍ وسوځول شوې

author avatar
21 Dec 2023 - 15:48
څه باندې ۱،۲ میلیارده زړې افغانۍ وسوځول شوې
author avatar
21 Dec 2023 - 15:48

کابل (پژواک،۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي چې څه باندې یو میلیارد او دوه سوه میلیون زاړه بانک‌نوټونه یې سوځولي دي.

د افغانستان بانک خبرپاڼه کې چې نن (د لېندۍ ۳۰مه) خپره شوې راغلي چې یاد بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه او د دغه بانک د ۳۹مې او ۴۲مې مادو له مخې (یو میلیارد او دوه سوه اتلس میلیونه، څلور سوه شپږ دېرش زره) افغانۍ زاړه بانک‌نوټونه وسوځول.

سرچینې زیاته کړې، یاد بانک‌نوټونه د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت‌الله بدري په مشرۍ د ګومارل شوي پلاوي تر څار لاندې له کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.

سرچینې لیکلي، په یادو بانک‌نوټونو کې چې له مرکز او سوېل‌ختیځ زون څخه راټول شوي وو، یوګون، دوه‌ګون، پنځه‌ګون، لسګون، شلګون، پنځوس‌ګون، سلګون، پنځه سوه‌ګون او زرګون افغانۍ شاملې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک سرپرست د یادو بانک‌نوټونو سوځولو پر مهال وویل، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او هېوادوال یې باید په غوره ډول وساتي او د ژر خرابېدو مخنیوی یې دې وکړي.

هغه ویلي، د افغانیو د ژر زړېدو لامل د بانکي کارتونو نه کارول او د ځینو هېوادوالو له لوري په غوړو او ککړو لاسونو د پيسو شمېرل دي.

د خبرپاڼې په پای کې زیاته شوې چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانک‌نوټونه له بازاره ټولوي، په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانک‌نوټونه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانک‌نوټونه سوځوي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.