Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د ترافیکې پېښې له امله دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

زرنج (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زرنج ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او یو بل کس ټپي شوی دی.

د نیمروز د ترافیکو مدیریت د حادثاتو امر سردارمحمد رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ۱۰ بجې د زرنج ښار څلورمې ناحیې اړوند د سیستان ښارګوټي سیمه کې یوه ریکشه له یوه موټرسایکل سره ټکر شوې ده.

د سرچینې معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو ۱۴ کلن ماشوم مړ شوی او یو ۱۶ کلن ځوان ټپي دی خو د ټپي وضعیت هم نازک ښودل شوی او د درملنې په موخه د هرات ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

رحیمي وایي چې د ریکشې مالک د ترافیکو مدیریت په نظارت کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.