Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستانیو پولیسو اسلام اباد کې پر ښځینه بلوڅ لاریونوالو بریدونه کړي

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): پاکستانیو پولیسو پر هغو سلګونو ښځینه بلوڅ لاریونوالو بریدونه کړي او هغوی یې وهلي ډبولي چې د خپلو حقوقو لپاره پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلي وو.

سلګونو ښځینه بلوڅو دا لاریون وروسته له هغه پیل کړې، چې پاکستانیو ځواکونو تېره میاشت د بلوچستان په تربت سیمه کې د یوه برید پر مهال څلور بلوڅان ووژل شو، دغه پاکستانیو استخبارانو له تېرو څو کلونو راهیسې زرګونه بلوڅان نادرکه کړي دي.

تر یادې پېښې وروسته بلوڅانو لومړی په تربت کې اعتراضیه پرلت وواهه او ۱۵ ورځې مخکې له هغه ځايه د کویټې پر لور لاريون پيل کړ او له کویټې څخه د اسلام اباد ته په لوري روان شول.

د مشال راډیو د خبر له مخې، دوی چې کله پرون اسلام اباد ته ورسېدل؛ نو پولیسو پرې بریدونه کړی، دوی یې ووهل وډبول او سلګونه لاریونوال چې ډېری یې ښځې او ماشومانې وې، بندیان کړل.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پولیسو دغه کړنه غندلې ده.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې لاریون کوونکو د خپلو حقه حقوقو لپاره راوتلي دي او دا یې مسلم حق دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو نورو سازمانونو او فعالانو هم پر ټولنیزو شبکو د بلوڅ لاریونوالو د نیولو او د هغوی د احتجاجي کیمپ د ړنګولو غندنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.