ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عباد: د افغانستان دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي

عباد: د افغانستان دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي

author avatar
23 Dec 2023 - 14:37
عباد: د افغانستان دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي
author avatar
23 Dec 2023 - 14:37

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د هېواد دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.

د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو د دغه وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد او د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د ځانګړي استازي داتواحمد عزام د لیدنې خبر ورکړی دی.

عباد زیاته کړې، افغانستان د اسیا زړه په توګه یو مهم او خپلواک هېواد دی.

د هغه په خبره، د افغانستان له لوري نورو هېوادونو ته هیڅ ګواښ نشته او د هېواد دروازې هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرپانې له مخې، په یاده لیدنه کې په هېواد کې د روغتیایي کارکوونکو روزنې او روږدو کسانو درملنې په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې عزام افغانستان ته د روغتیایي برخې په ګډون د مالیزیا د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او نړۍوالې مرستې جلبولو په موخه د روان کال د لېندۍ په ۲۶مه مالیزیا ته سفر کړی دی.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.