Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د څلوېښتو ښوونځیو او مدرسو د ودانیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

پاراخ (پژواک ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر ولایت د پوهنې ریاست د پنځه میلیون او اته سوه زره افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځیو او درېیو مدرسو له بیارغولو خبر ورکوي.

د پنجشېر د پوهنې رییس حبیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې له یادو پیسو ۴،۲ میلیون افغانۍ د پوهنې وزارت او پاتې نورې یې «د افغان ځوانانو لپاره ښوونیزې او روغتیایي موسسې» له لورې ورکړل شوې دي.

هغه څرګنده کړه چې په یادو مدرسو او ښوونځیو کې د نجونو مدرسې او ښوونځي هم شامل دي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د پنجشېر په مرکز او اوو ولسوالیو کې بیارغول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.