ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه شرکتونه د کونړ نفرایټ ډبرو کانونو کې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي

پنځه شرکتونه د کونړ نفرایټ ډبرو کانونو کې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي

author avatar
24 Dec 2023 - 10:51
پنځه شرکتونه د کونړ نفرایټ ډبرو کانونو کې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي
author avatar
24 Dec 2023 - 10:51

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو پنځو کانونو تړونونه له پنځو شرکتونو سره لاسلیک شول چې له مخې به یې دغه شرکتونه یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د خاص کونړ د پنځو سیمو نفرایټ کانونو دغه تړونونه د یوې رڼې پروسې له لارې لاسلیک شوي دي.

سرچینې لیکلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور ویلي چې یاد تړونونه د پنځو کلونو لپاره له یادو شرکتونو سره لاسلیک شوي او دغه شرکتونه به په یادو کانونو کې یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي.

هغه ویلي چې له دې سره به ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

سرچینه زیاتوي چې په یاده داوطلبي کې خاور ننګرهار شرکت د کوز چنچن لومړۍ سیمې یو ټن نفرایټ په دوه میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ، د لعل پادشاه نوید احمدزي شرکت د کوز چنچن د دویمې سیمې یو ټن نفرایټ په یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ، د مومند بازان شرکت د چنچن ناو لومړۍ سیمې یو ټن نفرایټ په دوه میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ، د هېواد ویژن شرکت د چنچن ناو د دویمې سیمې یو ټن نفرایټ په ۸۵۰ زره افغانۍ او د رویال عطايي شرکت کلاول سیمې یو تڼ نفرایټ په ۳۵۰ زره افغانۍ ګټونکي شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په بېلابېلو بیو د نفرایټو کانونو تړونونو په اړه پژواک ته وویل: «دغه معدنونه متفاوت دي، ځیني معدنونه ښه کیفیت لري، د ځینو معدنونو بیا دغه کیفیت نسبتاً ضعیف وي، نو کیفیت ته په کتو په قرارداد ورکول کېږي، هغه نفرایټ چې کیفیت یې ښه وي، په لوړ قیمت ورکول کېږي او کوم چې کیفیت یې نسبتاً ضعیف دی، نو هغه په ټيټ نرخ ورکول کېږي.»

نفرایټ یوه ارزښتمنه ډبرده ده چې په تیاره زرغون، ژېړ، قهوه‌يي، تور، خړ او سپینو رنګونو پیدا کېږي او له دې ډبرې – چې په ننګرهار، کونړ، پروان، میدان‌وردګو او کاپیسا ولایتونو کې شته – په زینتي توکو او مجسمو کې کار اخیستل کېږي.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.