ترینکوټ (پژواک،۳ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د بېلابېلو جرمنو په تور يې ۲۱ کسان نیولي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې قوماندانۍ ځواکونو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د مرکز ترینکوت په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ کسان د جنایي جرمنو په تور نیولي دي.
ارزګانی زیاتوي، یاد کسان د غلا، اخلاقي فساد، خپلمنځي شخړو او نورو غیرقانوني کړونو او فعالیتونو په تړاو نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د یادو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 83
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن