ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نایجریا کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

نایجریا کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

author avatar
25 Dec 2023 - 13:44
نایجریا کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي
author avatar
25 Dec 2023 - 13:44

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): رسنیو راپور ورکړی چې د نایجریا پلازمېنې شمال ته په «پلاتو» ایالت کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.‎

رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه) په یوه راپور کې لیکلي چې په دې نښته کې ۱۶ کسانو وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په دې سیمه کې له څو کلونو راهیسې د مسلمانو مالدارانو او مسیحي بزګرانو ترمنځ سختې نښتې رامنځته کېږي.

پلاتو د نایجریا هغه ایالت دی چې د مذهبي اختلافاتو ترڅنګ چاپېریالي‎ بدلونونه او د کرنې پرختیا د دې سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د نښتو اصلي لاملونه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره مې میاشت کې هم په دغه ایالت کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.