فیضاباد (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د شغنان ولسوال مولوي رحمنالدین رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد سړک چارې چې اووه کیلومتره اوږودوالی او شپږ کیلومتره سور لري، د یادې ولسوالۍ په «در مارخت» سیمه کې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
هغه زیاته کړه، پر یاد سړک ۱۶ میلیون او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د اغاخان بنسټ له خوا ورکړل شوی دی.
هغه د خبرو په دوام وویل، د یاد سړک په اوږدو کې یو پنځه متره کانکریټي پل هم جوړ شوی او له دغه سړکه د څلورو کلیو اوسېدونکي په مستقیم ډول ګټه اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP