ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو دېرش کلنه لانجه حل شوه

اروزګان کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو دېرش کلنه لانجه حل شوه

author avatar
26 Dec 2023 - 14:04
اروزګان کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو دېرش کلنه لانجه حل شوه
author avatar
26 Dec 2023 - 14:04

ترینکوټ (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې دېرش کلنه دعوه په سوله‌ییز ډول هواره شوه.

د ګېزاب ولسوال میرحمزه حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دعوه د دې ولسوالۍ په کنځیر سیمه کې د پښتنو او هزاره‌ګانو ترمنځ د ځمکې پر سر ۳۰ کاله مخکې راولاړه شوې وه.

هغه وویل چې یاده دعوه د سیمه‌ییزو مسوولینو او ځایي اوسېدونکو په منځګړیتوب د یوې ناستې په ترڅ کې هواره شوه.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه: «په دې سیمه کې ۲۰۰ جریب ځمکه وه چې دواړه قومونو پرې دعوه درلوده، خو له پرېکړې وروسته د هزاره اوسېدونکو ملکیت تثبیت شو او هزاره اوسېدونکي به د یادې دوه سوه جریب ځمکې خپلولو بدل کې پښتنو اوسېدونکو ته ۳۰ میلیون افغانۍ ورکوي.»

د هغه په خبره، له دې فیصلې ورورسته به د دواړو قومونو خلک د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی علي رضا وایي، ۳۰ کاله کېږي چې په دې سیمه کې د دوی او پښتنو ترمنځ د ځمکې پر سر لانجه وه.

هغه وایي، خوښ دی چې دغه ستونزه په سوله‌ییزه توګه حل شوه.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.