ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

اروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

author avatar
26 Dec 2023 - 13:21
اروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي
author avatar
26 Dec 2023 - 13:21

ترینکوټ (پژواک ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یو مازدا موټر چې له چنارتو ولسوالۍ د اروزګان مرکز ترینکوټ ته پر لاره و، د سره کوتل سیمه کې چپه شوی دی.

هغه وویل چې په دې پېښه کې درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، یاد ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

اروزګاني زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.