مهترلام (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): لغمان کې چارواکي وایی چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند سنګره سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سنګر د نجونو ۲ نمبر لېسې ودانۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۳۵۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په ورته مهال، د یادې سیمې قومي مشران او ځوانان د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي چې د دوی ماشومانو لپاره د ښوونځیو ودانۍ جوړوي.
د یاد ښوونځي مدیر حمدالله نیازي پژواک ته وویل، پخوا به د دوی زدهکوونکو په ازاده فضا کې زدهکړې کولې، خو د خوښۍ ځای دی چې له دې وروسته به له نوې جوړې شوې ودانۍ ګټه اخلي.
هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ په ۲ پوړونو کې په پاخه او اساسي بڼه جوړه شوې چې ۱۲ درسي خونې، ۴ اداري خوني، یو مجهز کمپیوټرلب، ۵ عصري تشنابونه، یوه د څارندویانو خونه، د څښاک اوبو سولري شبکه او د ۴ سوه متره اوږدوالي او یو متر لوړوالي د احاطې دېوال لري چې د یو کال په موده جوړ شوي دي.
بلخوا د یادې سیمې یو اوسېدونکی انجینر اسدالله وایي، دوی خوښ دي چې د اولادونو د ښوونځي لپاره یې عصري ودانۍ جوړه شوه.
نوموړي وویل: «پخوا به د دغه ښوونځي زدهکوونکي د باد او باران سربېره د ګرمۍ په موسم کې د ځای نشتوالي له لامله بېرته خپلو کورونو ته تلل، خوښ یم چې د یو پلار په صفت د خپلو اولادونو لپاره یو مناسب د زدهکړو چاپېریال وینم.»
د یاد ښوونځي د مدیر په وینا، تر اوسه په دغه ښوونځي کې له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۱۱ سوه زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن