Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نایجیریا کې پر کلیو د وسله‌والو ډلو بریدونه؛ ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، نایجیریا کې پر شلو کلیو د وسله‌والو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.

ګاردین ورځپاڼې راپور ورکړی چې یاد کلي د نایجریان د مرکز اړوند دي او د پېښې ټپيان د بوکوس، جوس او بارکین لادي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

بوکوس کې د سیمه‌ییزې ادارې مشر ماندي کاسا په دې اړه ویلي، د وسله‌والو بریدونو کې تر اوسه ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، «غلو» خپل بریدونه په بوکوس سیمه کې پیل کړل او تر بارکین لادي سیمې ورسېدل.

هغه څرګنده کړې، وسله‌والې ډلې چې په سیمه کې د «غلو» په نوم یادېږي، خپل «همغږي» بریدونه په څه کم شلو کلیو کې ترسره کړل او کورونه یې وسوځول.

بلخوا، له یادو بریدونو وروسته د بښنې نړۍوال سازمان د نایجیریا پر دولت نیوکه کړې او زیاته کړې يې ده، د هېواد چارواکو پر کلیو د پرله‌پسې وژونکو بریدونو مخنیوي برخه کې ماتې خوړلې ده.

د نایجیریا مرکز او شمال‌لوېدیځ سیمه له اوږدې مودې راهیسې په ځنګلونو کې د مېشتو وسله‌والو له خوا ناامنه دي.

د کروندګرو او بزګرو ترمنځ د طبیعي زېرمو پر سر رقابتونو چې د نفوس چټک ډېرېدو او د اوبو او هوا بدلون له امله یې لا شدت موندلی، ټولنیزې ستونزې زیاتې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.