Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې سلګونو بېوزلو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه

لوګر کې سلګونو بېوزلو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه

author avatar
26 Dec 2023 - 16:46
لوګر کې سلګونو بېوزلو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه
author avatar
26 Dec 2023 - 16:46

پل‌علم (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې یې شاوخوا ۵۰۰ بېوزلو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو وړیا زمینه برابره کړې ده.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست په ښوونیز مرکز کې د پل‌علم شاوخوا ۵۰۰ بې‌وزلو کسانو ته د کمپیوټر، انګلیسي، خطاطي او ساینسي علومو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

صمیم زیاته کړه چې د زده‌کړو دغه بهیر شپږ میاشتې دوام کوي.

نوموړي زده‌کوونکو ته به خطاب کې وویل: «په دغه ښوونیز مرکز کې شته ټولې اسانتیاوې د لوګر ولایت د ځوان نسل روزلو په موخه دي، هڅه دې وکړئ چې د خپلو وړتیاوو او استعدادونو په لوړولو کې ترې ګټه واخلئ.»

د دغه ښوونیز مرکز مسوول حسیب‌الله حبیب پژواک ته وویل، زده‌کوونکو ته د تدریس لپاره یې پياوړي ښوونکي استخدام کړي دي.

نوموړي له زده‌کوونکو او د هغوی له کورنیو وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او خپلو ماشومان او ځوانان د لیک لوست لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز ته واستوي.

د یاد مرکز یوه زده‌کوونکي لطف‌الله وویل، خوښ دی چې په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د کمپيوټر زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه، په دغه مرکز کې د بېوزلو کورنیو ډېر ځوانان په وړیا توګه زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د لوګر یوه اوسېدونکي له لوري ۷۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.