ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ موسسو سره ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ موسسو سره ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
26 Dec 2023 - 16:49
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ موسسو سره ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
26 Dec 2023 - 16:49

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ ملي او نړۍوالو موسسو سره د یو میلیارد او ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاد ۲۲ هوکړه‌لیکونه چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې به ۱۶۷ زره کسان ترې برخمن شي، له ماشومانو د ملاتړ، روزنتونو کې له بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره د مرستې او د هغوی کفالت، د فن او حرفو زده‌کړو، بشري مرستو او له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته د کار موندنې برخو کې د یو میلیارد او ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین وویل : «د خوښۍ ځای دی چې نن د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې له اړمنو او بې‌وزله اوسېدونکو ملاتړ په موخه پروژې لاسلیک شوې چې په تطبیق سره یې نه یوازې دا چې هغوی ته خدمات عرضه کېږي، بلکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول به د کار زمینه هم برابره شي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې موسسې باید د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړي او د خدماتو وړاندې کولو برخه کې دې شفافیت او عدالت په پام کې ونیسي.

 هغه دغه راز ټینګار وکړ چې بشري مرستې نه باید سیاسي له ملحوظاتو سره وتړل شي، بلکې د افغانستان د خلکو ستونزو ته په کتو په دې برخه کې پرته له هیڅ توپیر او تعصب عملي اقدام وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمدزاهد جان اغا هم خپلو خبرو کې د افغانستان په کچه د کار زمینې برابرولو، اړمنو ته د رسېدنې او په نورو اړونده برخو کې د وزارت د مشرتابه له ژمنتیا او پاملرنې ډاډ ورکړ.

نوموړي له موسسو وغوښتل چې د خپلو پروژو په تطبیق کې دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ او ګډه کار وکړي څو هېوادوالو ته خدمات په غوره توګه وړاندې شي.

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.